د بشري حقونو اوسنی وضعیت د ژورنالستانو له انده
ننګرهار رسنیز کور ننګرهار رسنیز کور

     


نن
چهار شنبه د۲۰۱۲ کال دنومبر ۷مه  نېټه دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون استازي  دمیدیوتیک افغانستان  ننګرهار رسنیز کور په تخنیکي او مسلکي مرسته  د ختیځ زون  له ۲۶ تنو فعالو خبریالانو سره غونډه وکړه.

د غونډې په پیل کې د غونډې په موضوعاتو دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون استازی نجیب الله ببرکزی خبرې وکړي ده  پخپله وینا کې د غونډې اجند تشریح کړه او وې ویل: ( د بشري حقونو اداره ددې صلاحیت لري، چې حکومت ته اصلاحی  وړاندیز وکړي او پرې فشار وارد کړي، موږ د توازن د ساتلو لپاره ضرورت لرو، چې تاسو د ازادي  رسنیو  په توګه موږ ته د ټولنې رښتینی انځور وړاندې کړئ، چې په اوسنۍ وضعیت  کې بشري حقونه څنګه او په کوم شکل روانه ده، د بهبود خواته او که د زوال خواته روانه ده، دوه کال وروسته به څنګه وي، ایا دغه حقوق به په همدغه شکل وي، پرمختګ به کړی وي او یا وروسته به پاتي وي.؟)

نوموړي د مشخصو پوښتنو په شکل لاندې پوښتنې وکړي.

1.                      ستاسو (رسنۍ) لاس رسۍ معلوماتو ته څنګه ده؟

2.                      کوم ژورنالست تر اوسه تهدید شوي او که نه؟

3.                      ایا داسې رسنۍ شته چې په فعالیت پیل کړی وي او اوس بند شوي وي، که وي نو د بندیدو لامل به څه وي؟

4.                      د خویندو حضور په رسنیو کې څنګه ده، ایا دوي کولای شي چې رسنیو کې ګډون وکړي، رپورټ جوړ کړي او نشر یې کړي.؟

5.                      شخصی رسنۍ څنګه خپل مالي ضروریات پوره کوي.؟

6.                      د رسنیو ثبت او راجستر پروسه څنګه ده.؟

7.                      ایا د ننګرهار په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې راډیوګاني شته چې نشرات ولري.؟

8.                      حکومتي چارواکي څومره له تاسو څخه ملاټړ کوي.؟

9.                      په مجموعه کې د ژورنالیزم وضعیت څنکه ارزوئ.؟

دغه پوښتنی د کل په شکل له ټولو ګډونوالو څخه وې، چې هر یو پخپل وار پوښتنو ته ځوابونه وویل.

بازمحمد عابد، په ختیز زون کې د مشال راډیو خبریال وویل: ( له رسنیو سره دولتي چارواکي هیڅ همکاري نه کوي، بلکې هغه وخت مرسته کوي، چې د دوي په ګټه وي، ډېر وخت زموږ پوښتنو ته په وخت ځواب نه ورکوي. د ژورنالستانو تهدید هم شته ډېری ژورنالستان د ټیلیفون له لارې تهدید شوي او هم اخطارونه  ورته ورکول کېږي.؟)

قرار عزیزي د صفا راډیو مسوول د رسنیو ستونزي د افغانستان په سطحه ډېرې وښودې او وویل: ( رسنیو ته جواز جوړول او بیا د هغې تمدیدول  یو له لویو ستونزو څخه دی، په دولتي اداراتو کې د فساد له امله د جواز جوړولو موده ۳ الا ۴ میاشتو ته غزیږي. د ژورنالستانو تهدیدول، وهل او ټکولو موضوع هم تائید کړ او زیاته کړه چې داخلي چارواکي ټول په فافیایی چارو اخته دي.)

هجرت الله اختیار په ننګرهار ولایت کې د AWPR ادارې مسوول وویل: ( دلته د بیان ازادي شته خو د نظام غوږونه کاڼه دي.)

د کلید راډیو د خبری ځانګې مسوول خیر الله خیال پخپل خبرو کې ژورنالېستان پړه بلل او ویل یې چې له وړې خبرې لویه جوړوی، خپل منځي اختلافات او بې اتفاقۍ يې پرمخ د ستونزو زېږېدو باعث شوی دی.

مسعود حقمل د ننګرهار ملي راډیو خبریال هم د خبریالانو وهل او ټکول تائید کړه او دبیلګې په توګه څو ژوندي مثالونه ورکړل، ورپسي عبدالمعید هاشمي  په ختیځه سیمه کې د پژواک خبرې اژانس پخوانی خبریال بیا په افغانستان کې ترټولو لوي کواښ د بیان ازادي لپاره د بشري حقونو اداره، یوناما او ځینې استخباراتي کړی وښود، چې ډېر وخت دغه ادارې، رسنۍ نه پریږدي چې دوی حقایق ووایی، ده زیاته کړه نن زه ددغو استخباراتي کړیو له لاسه په کور کې ناست یم او نه شم کولای چې خپلې دندې ته ادامه ورکړم. دلته ژورنالست ګواښل کېږي، وهل کېږي او حتی وژل کېږي چې د بیلګي په توګه جعفر وفا او جان الله هاشمزاده یې وښود چې په ډېر بې رحمانه ډول وژل شوي دي.؟

د غونډې په اوږو کې نورو ګډونوالو هم خپل نظریات ورکړل چې د بشري حقونو اداري د استازو له خوا دوي ته ډاډ ورکړل شو چې د دوي غږ به حکومتي چارواکو او نړیوالو ته رسوي.

د پروګرام په پای کې د ننګرهار رسنیزو کور په نمایندګي صیام الدین پسرلي د ټولو راغلو ژونالستانو او د بشري حقونو له استازو څخه مننه وکړه او زیاته کړه چې ننګرهار میدیوتیک (رسنیز کور)  د بشري حقونو اداري  سره ډېر ښه او دوستانه اړیکي لري، دا ډول ګډ پروګرامونه دوي پخوا هم تر سره کړي دي.

 


November 7th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها